امریکا د چین په سوېلي سمندر کې د فیليپیني کیښتیو په وړاندې د چین وروستي اقدامات «خطرناک، پارونکي او د توجیه نه وړ» بللي او ګواښ یې کړی دی.
امریکې ویلي دي پر فیلیپیني کیښتیو وسله وال برید به د دې لامل شي چې امریکا هم په ځینو اقداماتو لاس پورې کړي.
د امریکايي چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پنجشنبې په ورځ د چین ساحلي ساتوونکو پر فیلیپيني کیښتیو چې د سوېلي چین په سمندر کې د فیلیپین په ولکه کې یوې ټاپو په لور روان وو، درولي وو.
د رویټرز د خبري اژانس، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس به یوې بیانیه کې ویلي دي:«واشنګټن په کړکېچن وضعیت کې چې نېغ په نېغه د سیمې سوله او ټيکاو ګواښي، د خپل متحد یعنې د فیلیپین ترڅنګ به ودرېږي.»
هغه زیاته کړې ده:«پکن باید د فیلپين اقتصادي انحصاري سیمه کې د فیلیپین په قانوني فعالیتونو کې لاسوهنه ونه کړي.»
ورته مهال د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین هم د جمعې په ورځ له خپل فیلیپیني سیال ډلفین لورنزانا په ټلېفوني اړیکه کې ټينګار کړی چې امریکا به د فیلیپین ترڅنګ ودرېږي.
بلخوا بنټاګون هم په یوې بیانیه کې د سوېلي چین په سمندر کې د سولې او ټيکاو پر ارزښت ټينګار کړی دی.
دا پېښه د جوبایډن او شي جین پینګ له مجازي لیدو وروسته چې موخه یې د دغو زبرځواکو ترمنځ د شدیدې او جدي سیالۍ په یوې نښته نه بدلېدل وو رامنځته شوې ده.
په دې اړه مو اندونه