Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوریه کې دوه تنه د اسرائیلو توغندويي برید کې وژل شوي

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ د چهار شنبې په ورځ د سوریې د حُمص ولایت په لوېدیځ کې پر درې کلیو د اسرائیل د توغندويي بریدونو په پایله کې، دوه تنه وژل شوي او شپږ تنه پوځيان او یو ولسي وګړی ټپي شوي دي.

د سوریې د ځايي رسنیو پر وینا، دا روانه زیږدیزه میاشت کې د سوریې په خاوره د اسراییلو څلورم برید دی.

اسرائیلي چارواکو ویلي دي چې په دغو بریدونو کې په نښه شوې سیمه، د لبنان د حزب الله پلوي جنګیالیو مېشت ځای دی چې د ایران د سټراټېژيکو موخو او د بشارالاسد دولت د ملاتړ لپاره سوریې ته راغلي دي.

د سوریې سانا خبري آژانس د یوې امنیتي سرچینې پر حواله لیکلي دي دوه تنه چې په دغو بریدونو کې وژل شوي دي، ولسي وګړي دي او درېیم کس په کلکه ټپی شوی دی. دغې خبري آژانس زیاته کړې ده چې د دغه هېواد د هوايي دفاع د اسرائیلو څو توغندي خنثا کړي دي.

بلخوا د سوریې یوه پوځي چارواکي د سانا خبري اژانس ته ویلي دي چې دغو بریدونو مالي زیانونه هم له ځانه سره لرلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د سوریې دولتي رسنیو ویلي وو چې د اسرائیلو دوو توغندیو د دمشق په سوېل کې یوه تشه ودانۍ هم په نښه کړې وه.

ورته مهال، د سوریې دولتي رسنیو هم د نوامبر په ۳ او ۸ مه د اسرائیلو له بریدونو خبر ورکړی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه