رویټرز خبري اژانس د هند د هوايي ځواک په حواله ویلي چې د هند د پوځ د دفاعي چارو مشر جنرال بپین راوت د چهارشنبې په ورځ د یوې پوځي چورلکې د لوېدو په پېښه کې له ۱۲ نورو کسانو سره ووژل شو.
پرون په تامیل نادوې کې د هند یوه پوځي چورلکه ولوېده، چې له امله یې د هند د دفاع لوی درستیز بپین راوت او د هغه د مېرمنې په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.
د هند دفاع وزارت د یوې پوځي چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د هند د دفاع وزارت د مشر او مېرمنې وژل کېدل تایید کړي دي.
د هند دفاع وزیر راجنات سینګ هم په یوه ټویټر پیغام کې پر پېښه خواشیني ښودلې او لیکلي یې دي چې د بپین راوت ناڅاپه مړینه یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده.
ویل کیږي چې په چورلکه کې د ۱۴ مسافرینو څخه، یوازې یو یې ژوندی پاتې شوی او دا مهال په روغتون کې دی.
د هند هوایی ځواک په یوه بیان کې ویلي: "په ژورې خواشینۍ سره، دا اوس څرګنده ده چې جنرال بپین راوت، د هغه میرمن مدولیکا راوت، او ۱۱ نور سپاره کسان د چورلکې په غورځیدو کې مړه شوي دي."
له بلې خوا دوو حکومتي سرچینو ویلي چې د څو تنو جسدونه سخت سوځېدلي دي. له دغو سرچينو څخه يوې يې وويل: «ځينې مړي دومره سوځېدلي چې سمدلاسه پيژندل شوي نه دي.
۶۳ کلن راوت د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د حکومت له خوا د هند د پوځ لومړی لوی درستیز وټاکل شو.
په دې اړه مو اندونه