Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لبنان کې د فلسطنیانو په یوه پنډغالي کې چاودنه

اسوشیټډ پرس خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې د جمعې په شپه په لبنان کې د فلسطنیانو په یوه پنډغالي کې چاودنې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي دي.

ویل شوي دي چې دغه ځواکمنه چاودنه د وسلو په یوه زېرمتون کې چې د حماس ډلې پورې اړونده ده رامځته شوې ده، دغه پېښه ټپيان هم لري.

ورته مهال د لبنان یو امنیتي چارواکي اسوشیټډپرس ته د دغې پېښې د ټپیانو پخلی کړی دی، خو د هغه کره شمېر یې مشخص کړی نه دی.

په پنډغالي مېشت کسانو هم په ټلېفوني اړیکه کې پولیسو ته ویلي دي چې له دغې پېښې وروسته، امبولانسونه سیمې ته رسېدلي دي، خو نه پوهېږي چې د چاودنې ډول څه دی.

که څه هم د چاودنې د ډول په هکله کره معلومات په واک کې نشته، خو لومړني رپوټونه رسوي چې لومړی د تېلو په یوه ټانکر کې اورلګېدنه رامنځته شوه او دغه اورلګېدنه هغه په لنډ واټن یوه جومات ته ورسېده، او په پایله کې د وسلو یوه برخه چې په دغه جومات کې ساتل کېدل، چاودنه کوي.

د رپوټونو پر بنسټ، د لبنان له امنیتي ځواکونو غوښتل شوي دي چې د دغې پېښې څرنګوالی وڅېړي چې ایا دغه وسله تون په حماس ډلې پورې اړوند دی که نه؟

دم ګړۍ، په ټول لبنان کې په زرګونه تنه فلسطیني وګړي په پنډغالو کې ژوند کوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه