Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر اوکراین د برید په صورت کې پر روسیې د بندیزونو د لګولو ګواښ

د اروپايي ټولنې کمېسیون رییسه اورزولا فون ډر لاین روسیې ته ګواښ کوي چې پر اوکراین د برید په صورت کې د اروپا او متحدانو له خوا به له نویو بندیزونو سره مخ شي.

د اروپايي ټولنې د غونډې په درشل کې، مېرمن لاین ویلي دي چې د بندیزونو د لګولو ترڅنګ، اروپا «د بې مخینې میکایزونو د وضع کولو چې د روسیې لپاره به جدي پایلې ولري» وس لري.

هغې د اروپايي ټولنې پارلمان ته ویلي دي چې روسیه په ۲۰۱۴ کال کې پر کریمیا د برید له امله په اقتصادي، مالي او انرژۍ په برخه کې له جدي بندیزونو سره لاس او ګرېوان دی.

که څه هم هغې مشخصه نه کړه چې نوي بندیزونه کومې برخې په ځان کې رانغاړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي چارواکو ګواښ کړی چې روسیې اوکراین د احتمالي برید لپاره خپل لږ تر لږ ۷۰ زره ځواکونه له اوکراین سره پر پوله ځای پر ځای کړي دي.

خو مسکو پر اوکراین د برید پلان رد وي او دا د لوېدیځو هېوادونو مغرضانه ادعاګانې ګڼي.

د اروپايي ټولنې رییسه په دې باور ده هغه هېوادونه چې پر نورو هېوادونو د برید غوښتونکي دي، لاهم کولای شي چې د ډيپلوماسۍ له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه