Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د صنعا پر هوايي ډګر برید کړی

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف جنګي الوتکو پر یمن تر ټولو تازه پوځي اقداماتو کې، نن سهار (سې شنبې د لیندۍ په ۳۰مه) د صنعا پر نړۍوال هوايي ډګر برید کړی دی.

د سعودي ایتلاف له هوايي بریدونو وروسته، اعلان کړی دی چې د صنعا په هوايي ډګر کې یې شپږ برخې په نښه کړې دي. د دغه ایتلاف پر وینا، د عربستان پر ضد هوايي بریدونه له همدې ځایه پلان او ترسره کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د دغه ایتلاف پر قول ویلي دي چې د ایتلاف جنګي الوتکو د حوثي ځواکونو مورچلې په نښه کړې دي.

له ۲۰۱۵ کال را په دېخوا، د صنعا نړۍوال هوايي ډګره مُلکي الوتنکې نه کېږي؛ د ملګرو ملتونو سازمان الوتکې په دغه هوايي ډګر کې د ناستې او الوتنې اجازه لري.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو پروګرام یوه چارواکي په دې هکله ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان یوه ډله په هوايي ډګر کې ده چې د سعودي ایتلاف د برید د زیانونو کچه وڅېړي.

د صبا خبري اژانس چې ویلي کېږي حوثیانو پورې اړونده ده، د دغې ډلې د مشرانو پر حواله یې رپوټ ورکړی دی چې د صنعا هوايي ډګر په بشپړه توګه له کاره ولېدلی دی، خو د سعودي ایتلاف دغه رپوټ ردوي.
 
د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف چارواکي ادعا لري چې د هوايي ډګر په مهمو برخو کې چې د الوت زمینه برابروي، زیان نه دی رسولی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه