روسي پوځیانو د شنبې په ورځ ویلي دي چې لږ تر لږه ۱۰ زره روسي سرتېرو له اوکراین سره ګډې پولې ته نږدې له یو میاشتني پوځي تمرین نه وروسته، خپلو دایمي اډو ته راستانه شوي دي.
دریټرز د انټرفکس خبري اژانس پر حواله لیکلي دي چې د روسي سرتېرو پوځي تمرینات په څو برخو کې له هغې ډلې په کریمه سیمه کې ترسره شوي دي.
د اوکراین پولې ته نږدې د زرګونو روسي سرتېرو مېشت کېدو، پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په هکله د دغه هېواد د پلازمېنې کیف او لوېدیځو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي، خو روسیه ټينګار کوي چې دغه هېواد کولای شي خپل سرتېري د خپلې خاورې په هره برخه کې مېشت کړي.
د وړاندې کړل شویو شمېرو پربنسټ، په وروستیو اوونیو کې له شپېتو تر نوي زره روسي سرتېري له اوکراین سره د پولې ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي.
د روسیې له خوا پر اوکراین د برید او ښکېلاک اندېښنو په دې وروستیو کې د روسیې او د لوېدیځو هېوادونو ترمنځ شخړې هم زیاتې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه