Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین: امریکا فضايي ژمنې په پام کې نه نیسي

د چین د بهرنیو چارو وزارت واشنګټن د فضايي ژمنو په پام کې پر نه نیولو تورن وي او وايي چې امریکا د ستورمزلو امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

د اسوشیټډ پرس خپري اژانس په یوه رپوټ کې لیکي چې د پکن له شکایت وروسته چې ګواکې د دغه هېواد فضايي اډه اړه شوې ده چې د ایلان ماسک له خوا له توغول شویو سټارلینک سپوږمکیو سره د ټکر د مخنیوي لپاره کنټرول کوونکی اقدام وکړي، له امریکا غواړي چې په فضا کې مسوولانه عمل وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژانو لیجیان تېره ورځ وویل:«د امریکا متحده ایالات د دا ډول کړنو د تکرار د مخنیوي لپاره باید بیړنۍ تابیاوې ونیسي.»

ورته مهال چیني وګړو هم په خواله رسنیو کې د ټسلا او سپیس اېکس بنسټګر ایلان ماسک پر فضايي ځانځانۍ نیوکه کړې ده.

د هغه سند پر بنسټ چې چین د ډسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان د فضايي چارو ادارې ته وړاندې کړی دی، د دغه هېواد د ټیانګونګ فضايي اډه په جولای او اکټوبر میاشتو کې د سپیس اېکس شرکت سټارلینک سپوږمکیو د (نږدې لګېدو) له خطر سره مخامخ شوې ده.

چین د ایلان ماسک له خوا د توغول شویو «سټارلینک» سپوږمکیو د ټکر د مخنیوي لپاره اړ شوی چې خپله فضايي اډه راستانه کړي.

سټارلینک یوه فضايي انټرنېټي شبکه ده، چې موخه یې د ځمکې په ډېرو برخو کې انټرنېټ ته د لاسرسي د زمینې برابرول دي.

د سپیس اېکس شرکت چې څه باندې ۱۷۰۰ کوچنۍ سپوږمکۍ یې فضا ته توغولي دي، اوس یې د ۱۲ زره نورو سپوږمکیو د توغولو جواز یې هم ترلاسه کړی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه