رویټرز خبري اژانس د چارواکو له قوله ویلي، د امریکا لوېدیځ په کالُراډو ایالت کې د شدیدې طبیعي اور-لګېدنې له کبله نږدې ۱۰۰۰ کورنه په بشپړ ډول سوځېدلي او د دې ایالت زرګونه کسان کور پرېښودو ته اړ شوي دي.
چارواکي زیاتوي، دا اورلګېدنه د تېرې پنجشنبې په ورځ د دې ایالت مرکز «دنور ښار» شمالي لوري بولډېر سیمه کې پیل شوه چې وروسته د ښار نورې سیمو ته هم خپره شوه. د دې ایالات امنیتي چارواکي وايي، د دې اور لګېدنې پر مهال درې کسان ورک شوي او داسې وېره ده چې په اور کې به سوځېدلي وي.
د راپورونو له مخې، د اور لمبې په یو ساعت کې د ۱۶۰ کیلو مټره په چټکتیا سره ختیځو ښارونو سوپریور او لوییزویل لوري ته خورې شوې چې خلک یې کورونو پرېښودو ته اړ کړل. د سرچینو په حواله دې اورلګېدنې په دوه ساعتونو کې شپږ سوه هکټاره ځمکه سوځولې ده.
د بولډېر ښار مشر جو پله ویلي، د دې اور-لګېدنې پر مهال درې کسان په خپلو کورونو کې سوځېدلي دي.
نوموړي د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل: «هغه کورونه چې دا کسان پهکې اوسېدل، په بشپړ ډول سوځېدلي او اته اېنچ واوره پرې ورېدلې ده.» هغه زیاته کړه، په سوپریور، لوییزویر او د نورو ښارونو په بېلابېلو برخو کې ۹۹۱ کورونه ویجاړ شوي او زیاته کړې یې ده چې دا اور-لګېدنه د دې ایالت په تاریخ کې بېسارې پېښه ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن دا پېښه یو ملي ناورین بللی او د پېښې له قربانیانو سره یې د مالي مرستې ژمنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه