د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو ژمنه کړې ده چې اټومي جګړه نه کېږي او د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوی به وکړي.
چینو امریکا، برېټانیا، فرانسه او روسیه چې ټول په اټومي وسلو مجهز دي، تېره ورځ په یوې ګډه بیانیه کې وویل چې د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوی به وکړي.
دغو هېوادونو په خپله ګډه بیانیه کې ویلي دي چې اټومي جګړه ګټوونکی نه لري او له هغې باید ډډه وکړو.
د دغو ځواکونو په اعلامیه کې راغلي دي:«اټومي جګړه ګټوونکی نه لري او هېڅ وخت باید رامنځته نه شي.»
بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه غونډه د دغه هېواد په نوښت جوړه شوې ده.
دا ژمنه په داسې حال کې کېږي چې لوېدیځ ځواکونه له ایران سره د دغه هېواد د اټومي فعالیتونو په هکله وین کې د سلامشورو په حال کې دي.
په دې اړه مو اندونه