Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په قزاقستان کې اعتراضونه؛ ولسمشر له ګډ امنیت سازمان مرسته غوښتې

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت کایف په ټول هېواد کې د سون توکو د بیو لوړېدو په تړاو د خلکو اعتراضونو د ارامولو په موخه تېره ورځ د روسیې په مشرۍ «د ګډو ګټو امنیت سازمان» څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس د قزاقستان د حکومت له قوله زیاته کړې ده چې د روسیې په لارښوونه پوځي ځواکونه د قزاقستان ولسمشر په غوښتنه د دولت ضد لاریونونو په ارامولو کې مرسته وکړي.

د ګازو بیو لوړېدو د اعتراضونو او لاریونونو د ډېرېدو په تړاو، د قزاقستان ولسمشر د چهار شنبې په ماښام د یوې ټلوېزیوني وینا پر مهال په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او د روسیې په مشرۍ «د ګډو ګټو امنیت سازمان» څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه. داسې هم ویل شوي چې پرون یوازې په الماتي او مانګیستاو سیمو کې بېړنی حالت اعلان شوی و.

توکایف په خپله بیانیه کې ویلي، د بهرنیو له لوري روزل شويو «تروریستي ډلو» په هوايي ډګر کې زېربناوې، وسلې او د بهرنیو په ګډون پنځه الوتکې نیولې دي.

نوموړي وویل: «دا په حقیقت کې یو ګواښ نه‌دی؛ دا د دولت کمزوري ده او له ټولو مهمه دا چې زموږ پر وګړو یو برید دی چې له موږ د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.» هغه په الماتي کې بریدونو او ویجاړیو ته په اشارې وویل: «زموږ دنده دا ده چې د دولت د خوندیتوب لپاره هر ډول ممکنه ګامونه پورته کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د راپورنو پر بنسټ د دې لاریونونو پر مهال لږ تر لږه ۸ امنیتي کسان وژل شوي او ۳۱۷ نور ټپیان دي.

«د ګډو ګټو امنیت سازمان» د روسیې، قزاقستان، بېلاروس، ارمنستان، قرغزستان او تاجکستان تر منځ یوه پوځي ټولنه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه