Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پاکستان کې واورې ورېدو او سړې هوا ۲۲ کسان مړه کړي

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د پاکستان په شمال کې د سختې واورې ورېدو له کبله هغه مهال د لسو ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شول چې موټر یې په سختې واورې او داسې ځای کې بند پاتې شوي وو چې د هوا کچه په‌کې ډېره ټیټه شوې وه.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ټولو بنسټونو ته یې د مرستو رسولو سپارښتنه کړې ده.

بل‌پلو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي، د «مري» غرونو په څوکو کې د سختې واورې ورېدو او طوفان له کبله له ۱۰۰۰ ډېر موټر بند پاتې دي او زیاتوي، د ۲۴ ساعتونو پر مهال په دې سیمه کې له یو مټره ډېره واوره ورېدلې ده.

په پاکستان کې د «مري» سیمه‌ییز چارواکي ویلي، ډېري قربانیانو د هوا سړېدو له کبله ژوند بایللی دی او زیاتوي، واوره دومره شدیده وه، هغه تجهیزات چې د واورې پاکولو لپاره وړل شوي وو، د ډېرې واورې ورېدو او منفي ۸ درجې سړې هوا له کبله ټوله شپه په لاره کې بند پاتې وو.

د دې سیمې چارواکي همداراز زیاتوي، په مړو شویو کسانو کې یو پولیس افسر او د هغه د کورنۍ اووه غړي هم شامل دي.

ورته مهال د دې هېواد چارواکي وايي، هڅه کوي سرکونه پاک کړي او هغه کسان چې «مري» سیمې ته څېرمه د غرونو په څوکو کې بند پاتې دي؛ وژغوري. «مري» د پاکستان پلازمېنې شمال لور ته یوه غرنیزه تفریحي سیمه ده چې د ژمي پر مهال په‌کې ډېر واورې ورېږي.

د مړو شویو کسانو په منځ کې یو پولیس افسر او د هغه د کورنۍ اووه غړي هم شامل دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه