د فیلېپين دفاع وزیر ویلي دي چې له هند سره یې د بېړۍ د ضد توغندويي سیسټم پېرل د ۳۷۵ مېلیونو ډالرو په ارزښت وروستي کړي دي چې د دغه هېواد سمندري ځواکونه پياوړي کړي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، دغه توغندويي تجهیزات له هند سره د دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو د مډرن کولو لپاره د پنځه کلن تړون یوه برخه ده.
ویل کېږي چې دغه تړون په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو، خو دغه تړون د بودیجې د کمښت او کورونا وبا د خپرېدو له امله وځنډېد.
دغه تړون چې د څه باندې پنځه مېلیارد ډالرو په ارزښت دی، اوس د پای پړاو کې دی. د دغه پروګرام پر بنسټ، له دویمې نړۍوالې جګړې څخه پاتې بېړۍ او چورلکې چې د ویتنام په جګړه کې د امریکا له خوا استفاده کېدې، خپل ځای نویو او پرمختللو تجهیزاتو ته ورکوي.
د فیلېپين دفاع وزیر دلفین لورنزانا د جمعې په ورځ په خپل فېسبوک پاڼه ویلي دي د هغه تړون پر بنسټ چې د هند له دولت سره یې خبرې اترې شوې دي، دغه هېواد به فیلېپين ته د پوځي درنو تجهیزاتو او لوجېستکي ملاتړ خدمتونه هم وړاندې کړي.
بلخوا د بېړۍ ضد دغه سیسټم موخه د دغه هېواد سمندر کې سوداګریزې او انحصاري سیمې په ۲۰۰ مایلي کې د بهرنیو بېړیو د یرغل مخنیوی دی.
په دې اړه مو اندونه