که څه هم روسیه پر اوکراین د هر ډول پوځي ګام پورته کولو تابیا ردوي، خو امریکايي چارواکو د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د روسیې احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړ او زیاتوي، روسیه پر اوکراین د برید لپاره پلمه لټوي او ښايي په یو مناسب وخت کې پر دې هېواد برید وکړي.
رویټرز خبري اژانس پرون (یکشنبه) د لوړپوړیو امریکايي چارواکیو په حواله زیاته کړې چې واشنګټن هم د اوکراین په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پر ناټو غړیو هېوادونو د هر ډول برید پر مهال به د دې هېوادونو له هرې لوېشتې خاورې ساتنه کوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وايي، هره ورځ د دې امکان شته چې مسکو برید وکړي. نوموړي سيانان ټلوېزیون ته ویلي: «موږ نهشو کولای د برید ورځ په ډاګه کړو، خو په ځلونو مو ویلي، په داسې حالت کې یوو چې د روسیې له لوري هر وخت کېدای شي د اوکراین پر وړاندې یو ستر ګام پورته شي؛ ان د المپیک له لوبو وړاندې هم.»
ښاغلي سالیوان د امریکا له «سيبياس» خبري ټلوېزیون سره په خبرو کې همداراز ویلي: «موږ د ناټو له هرې لوېشتې خاورې دفاع کوو، او فکر کوم روسیې دا پیغام په بشپړ ډول درک کړی دی.»
د امریکايي چارواکیو دا څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي چې د لوېدیځ او روسیې تر منځ د کړکېچ د هواري لپاره ډېپلوماټیکې هڅې پیل شوي او امریکا تر دې مهاله په اوکراین کې خپلو وکړیو ته په ځلونو خبرداری ورکړی چې له دې هېواده ووځي.
بلپلو، مسکو د اوکراین پر وړاندې د هر ډول پوځي ګام پورته کول ردوي او لوېديځ هېوادونه جګړې ته په لمن وهلو تورنوي.
د راپورونو پر بنسټ، روسیې د اوکراین پولو ته نږدې له سل زرو ډېر پوځیان ځای پر ځای کړي چې دې چارې د لوېدیځ سختې اندېښنې راپورته کړي.