د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، لوېدیځ پر روسیه د نویو بندیزونو د لګولو خبره کړې چې پهدې کې د نړیوالو تادیاتو اصلي سیسټم څخه د روسیې د مهمو بانکونو ایستل شامل دي. لوېدیځو چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي، روسي ځواکونو په اوکراین کې د تېلو او ګازو پر تاسیساتو بریدونه کړي چې په پایله کې یې لویې چاودنې رامنځته شوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، اوکرایني ځواکونه د کیف پر لور د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه نیسي. د هغه په وينا، دا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته پر يوه اروپايي هېواد تر ټولو لوى یرغل دى چې څلورمې ورځې ته داخل شوى دى.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په بېلابېلو برخو کې ځانګړي پوځي عملیات پیل کړل چې د څو اوونیو لپاره یې د لویدیځ خبرداری له پامه وغورځاوه. هغه وویل، په اوکراین کې واکمن نیونازیان د روسیې امنیت ته ګواښ دی، کیف او لویدیځ حکومتونه یې په بېبنسټه پروپاګند تورن کړل.
خو کرملین ویلي چې ګاونډ بیلاروس ته یې د خبرو اترو لپاره یو پلاوی استولی او د اوکراینیانو په تمه دي.
ورته مهال د کیف ښاروال ویلي: «د روسیې توغندیو خپل هدف ویشتلی دی. د دې توغندیزو بریدونو له کبله د کیف په سویل لوېدیځ کې د واسلیکیف د تېلو په یوې کارخونه کې اور لګېدلی دی.»
د کییف ښاروال نتالیا بالاسینویچ وویل: "دښمن غواړي هر څه له منځه یوسي."
د اوکراین یو دولتي خبري اژانس ویلي، د اوکراین په شمال ختیځ خارکوف ښار کې هغه مهال سخته نښته رامنځته شوه چې روسي ځواکونو د طبیعي ګازو یوې نللیکې ته چاودنه ورکړه.
همداراز، په کیف کې عیني شاهدانو د شپې په ښار کې د چاودنو او ډزو خبر هم ورکړی دی.
د اوکراین مشرانو ویلي، مقاومت ته به دوام ورکړي. زیلینسکي په یوه ویډیويي پیغام کې چې د کیف له واټونو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، وویل: «موږ مقاومت وکړ او په بریالیتوب سره مو د دښمن بریدونه شنډ کړل. جګړه دوام لري.»
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي، اوکرایني ځواکونو د روسیې د هوايي، ځمکني او سمندري پرمختګونو پر وړاندې په کلکه مقاومت وکړ چې له امله یې په سلګونو زره اوکراینیان لویدیځ ته وتښتېدل او لویې لارې او ریل ګاډي یې بند شوي دي.
په دې اړه مو اندونه