Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرملین: بایډن نه شي کولای د روسانو لپاره پرېکړه وکړي

کرملین د امریکا د ولسمشر جوبایډن وروستۍ څرګندونې دا چې ګواکې ولادیمیر پوتین «نه شي کولای په واک کې پاتې شي» رد کړي او ویلي یې دي دا په روسانو پورې اړه لري چې خپل ولسمشر وټاکي.

د رویټزر خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، د کرملین ویاند ډمیټري پسکوف د جوبایډن د څرګندونو په غبرګون کې وايي:«دا بایډن نه دی چې پرېکړه کوي، بلکې روسان دي چې د خپل هېواد ولسمشر ټاکي.»

بلخوا د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي هم ویلي دي په ورشو کې په خپله وینا کې په روسیه کې د «رژیم د بدلون» خبره کړې ده؛ خو د هغه موخه دا وه چې «پوتین ته باید اجازه ورنه کړل شي چې پر خپلو ګاونډیانو او سیمې واک وکړي.»

بایډن تره ورځ ماښام د هالنډ په پلازمېنه ورشو کې د اوکراین له ځينو چارواکو او کډوالو سره په لیدنه کې په خپله وینا کې په اوکراین خاوره کې د روسیې عملیات د مسکو لپاره یوه «سټراټېژیکه ماته» وګڼله.

بایډن روسي ځواکونو ته د شدید ګواښ ترڅنګ وویل:«هېڅکله د شمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) تر واک لاندې سیمه کې د یو وېشتې پرمختګ فکر هم ونه کړئ.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه