Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زېلېنسکي: په مذاکرو کې د اوکراین "ځمکنۍ بشپړتیا" لومړیتوب دی

ټاکل شوې روانه اوونۍ د ترکیې په استانبول کې د روسیې او اوکراین تر منځ د سولې خبرې پیل شي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یک‌شنبې په ورځ خپلو خلکو ته په یوې ویډیويي وینا کې وویل، د هغه حکومت به د ترکیې استانبول په خبرو کې د اوکراین «ځمکنۍ بشپړتیا» ته لومړیتوب ورکړي.

له روسیې سره په خبرو کې د اوکراین بې‌پرېتوب د روسیې یو له اصلي غوښتنو څخه ده او کرملېن په وروستیو کې د اوکراین لپاره د سویډن یا اتریش په څېر د بې‌پرېتوب یادونه هم کړې ده.

خو زېلېنسکي ویلي، هغه او هېواد یې چمتو دی چې د امنیت تضمین، بې‌پریتوب او په یوه غیر اټومي ځواک د خپل هېواد د بدلون په اړه خبرې وکړي او دا خبرې یې حیاتي بللې دي.

نوموړي - چې په روسي ژبه غږېده - د خبرو پر مهال زیاته کړه: «امنیتي تضمین او بې‌پرېتوب او د هېواد غیر اټومي کول هغه مسایل چې موږ یې په اړه خبرو کولو ته چمتو یوو.»

پر اوکراین د روسیې د برید شاوخوا یوه میاشت بشپړه شوه، خو روسي ځواکونه تر دې مهاله‌ نه‌دي توانېدلي چې د اوکراین ستر او مهم ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

له روسیې سره په خبرو کې د اوکراین بې‌پرېتوب د روسیې یو له اصلي غوښتنو څخه ده

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه