د جمعې په ورځ د پاکستان یوې محکمې د طبیه ډلې مشر حافظ سعید د دوه ترهګریزو دوسیو د مالي تامین په تور په ۳۱ کال بند محکوم کړی دی.
د حکمې په حکم کې چې رویټرز خبري اژانس ورته لاسرسۍ موندلی راغلي دي چې د دغې محکمې او د مخکینۍ محکمې حکم چې پر حافظ سعید شوی یو ځای به اجرا شي.
حافظ محمد سعید چې په ۲۰۲۰ کال کې د محکمې له خوا مجرم پېژندل شوی دی، دم ګړۍ په زندان کړې دی.
د طبیه لښکر ډلې مشر تراوسه څو ځلې بندي شوی دی. هغه په ۲۰۰۸ کال کې د ممبي ښار په برید کې چې په هغه کې د څو امریکايي وګړو په ګډون ۱۶۰ تنه ووژل شول په لاس لرلو تورن دی.