Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو سرمنشي له روسیې او اوکراین مخکې انقرې ته سفر کوي

د ملګرو ملتونو سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې ټاکل شوې ده د دغه سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش روسیې او اوکراین ته تر سفر مخکې ترکیې ته سفر وکړي.

رویټرز په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د دوشنبې په ورځ انقرې ته ځي چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وویني.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان یوه ویاند ویلي و، انټونیو ګوترش د سې شنبې په ورځ مسکو ته درومي چې په اوکراین کې د جګړې د پای لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د لارو څېړنې په پار ملاقات وکړي.

ورته مهال ښاغلی ګوټرش به د پنجنشبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په کي یف کې وویني. ویل کېږي چې نوموړی به د اوکراین له خلکو سره د بشري مرستو د زیاتوالي په پار د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو له چارواکو سره به هم خبرې وکړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه