Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بغداد کې د تهران او ریاض تر منځ پنځم دور خبرې وشوې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مني چې د تېرې پنج‌شنبې په ورځ د عراق په پلازمېنې بغداد کې د ایران او سعودي عربستان پلاوو د تهران او ریاض تر منځ د اړیکو د عادي کولو په موخه پنځم دور خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا خبرې مثبتې ګڼلې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده په یو خبري کنفرانس کې وویل: «په عراق کې د ایران او عربستان تر منځ پنځم دور خبرې تر سره شوې چې دا خبرې مثبتې وې او پرمختګ په‌کې وشو.»

هغه وړاندې د حج په مراسمو کې د ایرنیانو ګډون ته په اشارې زیاته کړه: «سږ کال حج ته د ۴۰ زره ایرانیانو د زیارت په اړه د تهران او ریاض تر منځ لومړنۍ خبرې هم پیل شوې دي.»

د ایران او سعودي عربستان تر منځ نېغ‌ په نېغه اړیکې تېر کال پیل شوې، خو دا لړۍ په تېره مارچ میاشت کې د ایران له لورې هغه وخت وځنډول شوه چې سعودي عربستان د ۴۱ شعیه مذهبو په ګډون ۸۱ کسان اعدام کړل.

ریاض په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې وروسته له هغه تهران سره خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې پرې کړې چې په ایران کې یو شمېر لاریون کوونکو په سعودي عربستان کې د یوع شعیه روحاني د اعدام په غبرګون کې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت برید وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه