د اوکراین په ختیځ کې یوه چارواکي ویلي دي چې روسي ځواکونو د شنبې ورځې له غرمې وروسته د لوهانسک په سیمه کې یو ښوونځی بمبارد کړ چې د کابو ۹۰ ولسي وګړو پناه ځای و.
رویټرز په یوه رپوت کې د دغه اوکرایني چارواکي له خولې لیکلي دي، د دې وېره شته چې کابو ۶۰ تنه چې تر نړېدلو دېوالونو لاندې ګیرپاتې دي او د اور لګېدنې په پایله کې چې له بمبارد څخه وروسته د دغه ښوونځي په ځينو برخو کې رامنځته شوې ده، وژل شوي وي.
د هغه په وینا، د دوو تنو مړي له دغې ودانۍ ترلاسه شوي دي او اورلګېدنې څلور ساعته دوام وکړ. دغه ځايي چارواکي زیاته کړې ده چې هغوی په دغې ودانۍ کې د اوسېدونکو، یوازې د ۳۰ تنو پر ژغورنه بریالي شوي دي.
د اوکراین په ختیځ کې د ولسي وګړو سیمې بمبارد په داسې حال کې خبر جوړونکی کېږي چې اوکراین او متحدانو یې تل روسي ځواکونه یې د ولسي وګړو پر وژنه ترون کړي دي.
خو روسیې د ولسي وګړو په نښه کول بې بنسټه ګڼلي دي.
په دې اړه مو اندونه