Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیې له ناټو سره د فېنلنډ او سویډن یو ځای کېدل تېروتنه وبلله

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، فېنلنډ او سویډن دې داسې ګمان نه‌کوي چې روسیه دې د ناټو له سازمان سره د دغه هېوادونو له یو ځای کېدو په دومره اسانۍ سره تېره شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف همداراز ویلي، له شمالي انټلانټیک تړن (ناټو) سازمان سره د فېنلنډ او سویډن یو ځای کېدل یوه تېروتنه ده چې کولای شي پراخې پایلې ولري.

نوموړي د فېنلنډ او سویډن د تازه پرېکړې په غبرګون کې ویلي: «دا موږ ته څرګنده ده چې په‌دې کار سره د فېنلنډ او سویډن امنیت نه ټینګېږي. دوی دې داسې ګمان نه‌کوي چې موږ به په ډېرې اسانۍ سره له دې کاره تېر شو.»

دا په داسې حال کې ده چې فېنلنډ تېره ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ چې په رسمي ډول له ناټو سره یو ځای کېږي. سویډن هم له دې سازمان سره د یو ځای کېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه