Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټګزاس کې پر ښوونځي برید؛ ۲۱ زده‌کوونکي او ښوونکي وژل شوي

د امریکا په ټګزاس ایالت کې یوه وسله‌وال پر یوه ښوونځي برید کړی او لږ تر لږه نولس زده‌کوونکي او دوه ښوونکي یې وژلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د ټګزاس ایالت د چارواکو په حواله د دې بریدګر نوم سالوادور راموس یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې اتلس کلن ځوان د سه شنبې په ماسپښین د تګزاس ایالت سویل اووالد ښار کې د راب په نوم لومړني ښوونځي برید وکړ.

ویل شوي سږ کال دا دویم برید دی چې په‌دې هېواد کې له ۵ څخه تر ۱۱ کلونو پورې د لومړنیو ښوونځي پر زده‌کوونکو بریدونه کېږي.

له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ تر د امریکا په ډېرو ادارو کې د دې پېښې د قرابانیانو په درناوي د امریکا بیرغ نیمه ځوړند شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دې پښې په غبرګون کې ویلي، د دې ورخت راسېدلی چې د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږو چې د وسلو درلودو حق غوښتنه کوي.

ښاغلي بایډن امر کړی چې د شنبې ورځې تر پای پورې د امریکا بیرغ نیمه ځوړند شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن امر کړی چې د شنبې ورځې تر پای پورې د امریکا بیرغ نیمه ځوړند شي.

Thumbnail

د امریکا په ټګزاس ایالت کې یوه وسله‌وال پر یوه ښوونځي برید کړی او لږ تر لږه نولس زده‌کوونکي او دوه ښوونکي یې وژلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د ټګزاس ایالت د چارواکو په حواله د دې بریدګر نوم سالوادور راموس یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې اتلس کلن ځوان د سه شنبې په ماسپښین د تګزاس ایالت سویل اووالد ښار کې د راب په نوم لومړني ښوونځي برید وکړ.

ویل شوي سږ کال دا دویم برید دی چې په‌دې هېواد کې له ۵ څخه تر ۱۱ کلونو پورې د لومړنیو ښوونځي پر زده‌کوونکو بریدونه کېږي.

له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ تر د امریکا په ډېرو ادارو کې د دې پېښې د قرابانیانو په درناوي د امریکا بیرغ نیمه ځوړند شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دې پښې په غبرګون کې ویلي، د دې ورخت راسېدلی چې د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږو چې د وسلو درلودو حق غوښتنه کوي.

ښاغلي بایډن امر کړی چې د شنبې ورځې تر پای پورې د امریکا بیرغ نیمه ځوړند شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه