Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې لاریونونه؛ عمران خان وايي د ټاکنو نېټه دې معلومه شي

د پاکستان بې‌واکه شوي لومړي وزیر عمران خان د پنج‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د خپلو زرګونو پلویانو په منځ کې د ټاکنو د تر سره کولو نېټې معلومولو او د دې هېواد د پارلمان د لمنځه وړلو غوښتنه وکړه.

عمران خان د پاکستان د ټاکنو کمېسیون او نوي حکومت ته د ټاکنو نېټې د معلومولو لپاره شپږ ورځې وخت ورکړ.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د پنج‌شنبې په ورځ د عمران خان زرګونو پلویانو د پاکستان پلازمینې اسلام‌اباد ته له دننه کېدو سره لاریونونه کړي چې پر مهال یې د لاریون کوونکو او پولیسو تر منځ د شخړو راپورونه هم ورکړل شوې دي.

بې‌واکه شوي لومړي وزیر عمران خان د پارلمان د لمنځه وړلو تر څنګ په جون میاشت کې د ټاکنو د تر سره کولو غوښتنه کړې ده. نوموړي په‌دې اړه وویل: «زه شپږ ورځې وخت ورکوم، په‌دې شپږو ورځو کې د ټاکنو نېټه اعلان کړئ.»

ښاغلي عمران خان همداراز خبرداری ورکړی، که غوښتنو ته یې رسېدنه و نه‌شي، یو ځل بیا به بیا له سرکونو ته راووځي، خو په اوسني حکومت کې ګډو ګوندونو ویلي، که دوی و نه غواړي، ټاکنې نه‌شي کېدلی.

عمران خان د تېرې زېږدیزې میاشتې په لومړیو کې د پارلمان د غړیو له لوري بې‌واکه او د پاکستان له لومړي وزارته یې کړای شو او له هغه وروسته په پاکستان کې د اپوزېسیون مشر شهباز شریف په‌دې هېواد کې نوی حکومت جوړ کړ.

ښاغلي عمران خان همداراز خبرداری ورکړی، که غوښتنو ته یې رسېدنه و نه‌شي، یو ځل بیا به بیا له سرکونو ته راووځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه