د سومالیا په مرکز موګادیشو کې پر یوه هوټل د وسله والو د یوې ډلې د برید او ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د سومالیا یوه امنیتي افسر رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې بریدګرو لومړی له هوټله بهر دوو موټر بمونو ته چاودنه ورکړې او وروسته هوټل ته ننوتلي دي.
دغه پېښه د جمعې په شپه رامنځته شوې او الشباب ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
بریدګر په بشپړه توګه «د حیات هوټل» کنټرول په واک کې لري او له هغې ځایه ډزې کوي. امنیتي ځواکونو د جمعې په شپه او د شنبې ورځې تر ناوخته له بریدګرو سره په جګړه ښکېل وو.
ورته مهال شاهدانو ویلي دي چې د دغه هوټل یوه برخه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
الشباب ډله، یوه اسلام پاله مېلشه ده چې څه باندې لس کاله کېږي چې د سومالیا دولت د پرځولو په موخه فعالیت لري.
په دې اړه مو اندونه