Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سپټمبر ۱۵مه؛ د ولسواکۍ نړیوالې ورځې نمانځل کېدل

د سپټمبر ۱۵مه د ملګرو ملتونو له لوري د ولسواکۍ د نړۍوالې ورځې په نامه نومول شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې ورځ کې په ټوله نړۍ کې د رسنیو له سانسورېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې اوس له ډېموکراټیکو اصولو او د ټولو له حقونو د ملاتړ مهال دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوټېرېش وايي: «نن د ولسواکۍ د نړۍوالې ورځې د لمانځنې پنځلسمه کلیزه ده. تر اوسه په ټوله نړۍ کې ولسواکۍ شاتګ کړی دی. مدني فضا د کوچني کېدو په حال کې ده؛ خو ناباورۍ او مالوماتو ته نه لاسرسی د ودې په حال کې دی.»

له دې سره سم په هېواد کې په تېرو دوو لسیزو کې د ولسمشرۍ څلور ټاکنې ترسره شوي، خو له ننګونو خالي نه وې.

اوس پوښتنه دا ده چې په تېرو دوو لسیزو کې افغانانو ته ولسواکۍ څه پایلې درلودې؟

پخوانۍ ډیپلوماټه شکریه بارکزۍ وايي: «کله چې حکومت د ولس په خدمت کې وي، کله چې قضایه قوه په حیث د یوې قوي په خپلواکه توګه رفتار کوي. دغه هغه ارزښتونه دي چې افغانستان پرون او نن ورته اړتیا لره.»

د پوهنتون استاد جنت فهیم چکري وايي: «په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې دیموګراسي نه تمثیل کېده او یوازې نوم يې و او هیڅکله د ټاکنو کمېسیون یوه شفافه او په سم ډول د ټاکنو پایله نه شوه اعلان کولی.»

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس وايي، دمګړۍ په هېواد کې د خلکو له غوښتنو سره سم، یو نظام جوړ دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد وايي: «په افغانستان کې داسې یو نظام موجود دی، چې د خلکو ارمانونه او اراده تمثیل کولی شي، خو د اسلام په چوکاټ کې.»

د ویلو ده چې د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې ولسواکي حاکمه ده؛ خو بیا هم دغه ښکارنده خپل مخالفین او پلویان لري. افغان ولس هم په تېرو کلونو کې ډيموکراټيک نظامونه تجربه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه