د شمالي کوریا دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی چې د چین ولسمشر شي جینپېنګ د شمالي کوریا رهبر ته په یوه استول شوي لیک کې د دواړو هېوادونو تر منځ د یووالي او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
پهدې لیک کې همداراز راغلي، له بل هر وخت اوس د چین او شمالي کوریا نږدې والی ډېر ارزښتمن شوی دی.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې زیاته کړې، دا لیک د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون ته د هغه تبریکي پیغام په ځواب کې لیکل شوی چې نوموړي د چین کمونېست ګوند کنګرې پرانیستې په مناسبت د چین ولسمشر ته استولی و.
ټاکل شوې شي جینپېنګ پهدې کنګره کې د درېیم ځل لپاره د پنځوو نورو کلونو لپاره د حاکم کمونېسټ ګوند د مشر په توګه وټاکل شي.