Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فېلېپین کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي

رویټرز په فېلېپین کې د یوه حکومتي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې په دې هېواد کې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو او ځمکې ښویېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي او یو شمېر نادرکه دي.

په فېلېپین کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي، حکومتي چارواکو زرګونه کسان چې د دغه توپان په لاره او سیمه کې او د سېلاب له خطر سره مخامخ وو، د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

سیناریمبو، یوه جګپوړي دولتي چارواکي ویلي، که څه هم حکومت د داسې یوې پېښې د مخنیوي لپاره لازم چمتووالی نیولی دی، خو له بده مرغه، د باران اندازه د هغه څه څخه ډېره وه چې خلکو تمه درلوده.

په فېلېپین کې ځمک‌ښویېدنې او سېلابونه معمول دي چې په اوسط ډول په کال کې ۲۰ توپانونه لېدل کېږي.

د راپورونو له مخې په فېلیپین کې له پېښې وروسته الوتنې لغوه شوې او ښوونځي تړل شوي دي.

په همدې حال کې د فېلېپین د هوا پېژندنې اداره وايي، ښايي په راتلونکو ورځو کې توپان شدت ومومي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه