د افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر وايي، پر افغانستان بندیزونه به دا هېواد ته د بشري مرستو د رسولو مخه و نهنیسي.
هوګو شارتر په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، د ملګرو ملتونو بندیزونه تر ډېره پر ادارو او اشخاصو لګول شوي.
د افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت شارژدافیر هوگو شارټر وايي: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۲۱ کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پربنسټ یې د ملګرو ملتونو بندیزونه د بشري مرستو او نورو بشري فعالیتونو پر وړاندې خنډ نه ګرځي.»
ورته مهال اقتصاد وزارت وایي، د بندیزونو د لېرې کولو لپاره د خبرو له لارې هڅې روانې دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي: «د اسلامي امارت هڅه دا ده چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښهوالي په خاطر د رغنده خبرو اترو له لارې د بندیزونو لرې کولو او د افغانانو د مشروع شتمنیو د خلاصون لپاره زمینه برابره کړي.»
بلخوا د اقتصادي چارو شنونکي پهدې باور دي چې په تېر یو کال کې پر افغانستان لګول شویو بندیزونو منفي پایلې لرلې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصر رښتیا وايي: «اقتصادي بندیزونه او محدودیتونه د دې باعث شوي چې د افغانستان نیم وګړي له بده مرغه له ولږې سره لاس او ګرېوان شي، د خصوصي سکټور فعالیتونه راټیټ شي او د پانګونې بحث له ستونزو سره مخامخ شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر زیاتوي: «د افغانستان پیسو کنګل کېدل له شک پرته د مرکزي بانک په وړتیا، پولي سیاست او د هیواد د نقدینګي بحران پر حل یې ناوړه اغېزه کړې ده.»
تر دې وړاندې د اسلامي امارت مسوولانو ویلي دي، چې پر افغانستان د بندیزونو له امله په تېر یو کال کې په هېواد کې هېڅ ډول بهرنی پانګونه نه ده شوې.
په دې اړه مو اندونه