د پاکستان پخوانی ولسمشر او د دې هېواد د پوځ مشر د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۷۹ کلونو په عمر ومړ.
د هغه د مړینې خبر د یکشنبې په ورځ سهار ورکړل شو.
دغه څلور ستوریز پاکستانی جنرال په ۱۹۹۹ کال کې د پوځي کودتا له لارې د پاکستان واګې په لاس کې واخیستې او تر ۲۰۰۸ زېږدیز کال پورې د پاکستان د ولسمشر په توګه پاتې شو.
هغه د ۲۰۰۸ کال د اګست په ۱۸مه د یوې ټلویزیوني وینا په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشرۍ خپله استعفا اعلان کړه. هغه د پاکستان لومړنی ولسمشر و چې استعفا یې وکړه.