د ترکیې په سوېل ختیځ کې د زلزلې له امله تر اوسه یو زرو ۱۴ کسان مړه شوي او پنځه زره او ۳۸۵ تنه نور ټپیان دي.
د جرمني د ځمکې علومو څیړنیز مرکز اعلان کړی چې دغه زلزله د رېکټر په کچه د ۷،۸ درجې له ځواک سره د ترکیې په سوېل ختیځ کې قهرمان مرعش ښار ته نږدې د ځمکې په ۱۰ کیلو مترۍ په ژوروالي کې رامنځته شوې ده.
د ترکیې د دیاربکر ښار اوسېدونکی احسان سیتینتاس وايي:«ډېره سخته او وېرونکې زلزله وه، له هر ځایه مو غږونه اورېدل، نږدې دوه دقیقې یې ټکانونو دوام درلود.»
د ترکیې ولسمشر دغه زلزله وحشتناکه بللې او ویلي یې دي، چې د دې زلزلې د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.
د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان څرګنده کړه:«د وروستیو شمېرو له مخې زموږ ۹۱۲ هېوادوال مړه شوي او ۵ زرو ۳۸۵ تنه نور ټپيان شوي دي. د هغو کسانو شمېر چې د کنډوالو له لاندې ژغورل شوي، ۲۴۷۰ تنو ته رسېدلی او تر اوسه دوه زره او ۸۱۸ ودانۍ ړنګې شوې دي. موږ نه پوهېږو چې د مړو شویو او ټپي شویو شمېر به څومره زیات شي.»
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای هم وویل:«د لټون او ژغورنې لپاره ټولټال ۲۷۸۶ ځواکونه د دندې د ترسره کولو په حال کې دي او دا شمېر هره ثانیه زیاتېږي.»
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو هم وايي:«د نن سهار په څلورو بجو او اولس دقیقو د رېکټر په کچه د ۷،۴ درجې په ځواک سره یوه زلزله وشوه چې مرکز یې د قهرمان مرعش او پازارجیک سیمې وې او د قهرمان مرعش، هاتای، غازیانتب، عثمانیه، آدمیان، مالاتیا، سانلیورقا، آدانا، دیاربکر او کیلیس سیمې دي.»
اخوا د فنلنډ، فرانسې، اسپانیا او د اروپايي ټولنې څو غړو هېوادونو د دې زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د ترکیې له خلکو خپل ملاتړ اعلان کړ.
په اروپایي ټولنه کې د اسپانیا استازی پاسکوال ایګناسیو ناوارو ریوس وايي:«په دې تړاو ډېر خواشیني یوو او خپله خواخوږي څرګندوو، البته د مرګ ژوبلې په تړاو د معلوماتو د ترلاسه کولو په حال کې یوو. وضعیت ډېر وېرونکی دی.»
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ترکیې له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او له اسلامي هېوادونو او نړۍ له مرستندیو هېوادونو یې غوښتې دي، څو له انقرې سره د مرستې په برخه کې جدي اقدام وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیاء تکل وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې په کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همدا راز ډېر مالي زیان یې هم اړولی خپلو مسلمانو وروڼو هېوادونو او ولسونو سره د افغان ولس او د حکومت په استازیتوب ژوره غم شریکي ښيي.»
د ترکیې د ولسمشر مرستیال دغه زلزله وحشتناکه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د دې پېښې د زیانمن شویو د ژغورنې عملیات په چټکۍ سره روان دي.
د سوریې رسنیو اعلان کړی، چې دغې زلزلې د دغه هېواد په شمال او لوېديځ کې هم زیان اړولی او له امله یې ۲۰۰ تنه مړه شوي او تر ۶۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.