Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ترکیې او سوریه کې د زلزلې د مړګ ژوبلې د شمېر زیاتوالی

په ترکیه او سوریه کې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شمېر له پنځو زرو واوښت.

د دوشنبې پر سهار د ریکټر په کچه د ۷،۸ درجې له زلزلې وروسته، د ترکيې د طبيعي پېښو د مدیریت اداره وايي چې تر اوسه يې د زلزلې ۱۸۵ ټاکنونه ثبت کړي دي.

له دې سره جوخت امریکا، نیوزیلنډ، اسټرالیا، جرمني، سوېلي کوريا، ټایوان او ځينو نورو هېوادونو اعلان کړی، چې د پرونۍ زلزلې قربانیانو ته د بشري مرستو د برابرولو په حال کې دي.

بل خوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ترکیې سره د ۱۰ مېلیونه او له سوریې سره د پنځه مېلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.

د ترکیې د بېړنۍ کمېټې رییس یونس سزر وايي: «تر اوسه څه باندې درې زره تنه هېوادوال مړه شوي دي او زموږ د ټپيانو شمېر شل زرو ۴۲۶ تنو ته رسېدلی دی او له ۶۵ هېوادونو نه د مرستې او ملاتړ غوښتنه شوې ده.»

اخوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو هېوادونو غوښتي دي، چې د ترکیې له زلزله ځپلو خلکو سره په پراخه توګه مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش وویل:«ملګري ملتونه د ترکیې له زیانمنو شویو خلکو د ملاتړ لپاره چمتو کېږي. نو راځئ چې په ګډه د دې غمیزې له ټولو زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره همکاري وکړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس څرګنده کړه:«د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زموږ له متحدې ترکیې او زموږ له بشري شریکانو سره له نږدې په اړیکه کې دی. موږ هوډ لرو چې له زلزله ځپلو سره هر ډول مرستې وکړو.»

د نیوزیلنډ لومړي وزیر ویلي دي، چې هېواد به یې د ترکیې له زلزله ځپلو سره یو نیم مېلیون ډالره مرسته وکړي. له دې سره جوخت اسټرالیا د ترکیې له زلزله ځپلو سره د لس مېلیون ډالره مرستې خبر ورکړی دی.

د اسټرالیا لومړی وزیر انټوني البانیز وايي: «نن دا په ډاګه کولای شم چې د اسټرالیا دولت به د سره صلیب د شریکانو، زموږ د سرې میاشتې د ټولنې او نورو بشري آژانسونو له لارې له زلزله ځپلو سره لس مېلیون ډالره مرسته وکړي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان اټکل کړی، چې احتمال لري د دې پېښې د قربانیانو شمېر اته برابره زیات شي.

بل خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغه هېواد کې یوه اوونۍ عمومي ویر اعلان کړی دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ترکیې سره د ۱۰ مېلیونه او له سوریې سره د پنځه مېلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه