Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ابراهیم رییسي د شي جین‌پینګ په بلنه چین ته ولاړ

د ایران رییس جمهور ابراهیم رییسي نن سهار (سې‌شنبې) بي‌جینګ ته ولاړ او ټاکل شوې ده چې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره وویني.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د ایران رسنیو په حواله رپوټ ورکړی چې د ښاغلي رییسي او مله پلاوي سفر، د تهران او بي‌جینګ ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا په موخه ترسره شوی.
 
ټاکل شوې ده چې د ایران ولسمشر د دواړو هېوادونو له سوداګرو او په چین کې له مېشتو ایرانیانو سره هم لیده کاته وکړي.

د ایران او چین ولسمشرانو له دې مخکې د تېر زیږدیز کال په سپټمبر میاشت کې په سمرقند ښار کې لیدي وو؛ خو ویل کېږي چې چین ته د ابراهیم رییسي اوسنی سفر به د تهران او بي‌جینګ ترمنځ اړیکې به لا پیاوړې کړي.

چین د ایران د نفتو ترټولو ستر پېردونکی دی او د منځني ختیځ په هېوادونو کې له سترو پانګوالو څخه شمېرل کېږي.

له دې مخکې هم په ۲۰۲۱ کال کې، دغو دوو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د پرختیا په موخه د ۲۵ کلن ستراټېژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

د ایران او چین ولسمشرانو له دې مخکې د تېر زیږدیز کال په سپټمبر میاشت کې په سمرقند ښار کې لیدي وو.

Thumbnail

د ایران رییس جمهور ابراهیم رییسي نن سهار (سې‌شنبې) بي‌جینګ ته ولاړ او ټاکل شوې ده چې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره وویني.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د ایران رسنیو په حواله رپوټ ورکړی چې د ښاغلي رییسي او مله پلاوي سفر، د تهران او بي‌جینګ ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا په موخه ترسره شوی.
 
ټاکل شوې ده چې د ایران ولسمشر د دواړو هېوادونو له سوداګرو او په چین کې له مېشتو ایرانیانو سره هم لیده کاته وکړي.

د ایران او چین ولسمشرانو له دې مخکې د تېر زیږدیز کال په سپټمبر میاشت کې په سمرقند ښار کې لیدي وو؛ خو ویل کېږي چې چین ته د ابراهیم رییسي اوسنی سفر به د تهران او بي‌جینګ ترمنځ اړیکې به لا پیاوړې کړي.

چین د ایران د نفتو ترټولو ستر پېردونکی دی او د منځني ختیځ په هېوادونو کې له سترو پانګوالو څخه شمېرل کېږي.

له دې مخکې هم په ۲۰۲۱ کال کې، دغو دوو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د پرختیا په موخه د ۲۵ کلن ستراټېژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه