Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل‌زاد: که القاعده مرکز ولري، ایران یې مرکز دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، ایران د القاعده ډلې مرکز دی او د دې ډلې شتون به له نړۍ سره د تهران پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

نوموړی له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې زیاتوي چې د القاعدې حضور بدل شوی او په ټوله نړۍ کې د یوې شبکې په چوکاټ کې بېلابېلې ډلې شتون لري.

نوموړی وايي: «یو وخت و چې افغانستان د القاعده مرکز و، القاعده تغییر کړی، اوس د القاعده ډلې په انګلیسي اصطلاح یوه "نیټورک" باندې بدله شوې چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې وجود لري، خو که القاعده یو مرکز ولري، طبعاً هغه ایران دی.»

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي داعش د نړۍ او امریکا لپاره یو ګواښ وباله.

دغه پخوانی امریکايي ډیپلومات زیاتوي، د داعش د جرړو ایستل او د دې ډلې پر وړاندې د عملیاتو ترسره کول یوه له اسلامي امارت سره د واشنګټن له هوکړو څخه ده.

زلمی خلیل‌زاد زیاتوي: «له داعش پرته چې د طالبانو له لوري کوم ګامونه پورته شوي، امریکا ورته په مثبت نظر ګوري او طالبانو او امریکا تر منځ چې کومه هوکړه شوې دا ده، تر څو چې داعش وي، د داعش ضد جګړې ته دوام ورکړي.»

ښاغلی خلیل‌زاد زیاتوي، په اوسني وخت کې د القاعدې مرکز په ایران کې دی او په وینا یې دغه مساله به له نړۍ سره د ایران پر اړیکو اغیز وکړي.

له دې سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، طالبانو په افغانستان کې د خاصو ترهګرو ډلو په تړاو نامطوب ګامونه اخیستي دي.

نېډ پرایس وايي: «په داسې حال کې چې، هغوی په افغانستان کې د خاصو ترهګرو ډلو په تړاو نامطلوب ګامونه اخیستي؛ خو دا هم ښکاره ده چې، طالبانو د القاعدې مخکیني مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړې وه او دا له هوکړې سره په ټکر کې ده.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «امریکا خپل لیدلوری لري، خو د افغانستان لپاره د امریکا د دې لیدلوري یوه برخه اوس پر پاکستان هم ده.»

خو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې په کابل کې د ایمن الظواهري د وژنې په تړاو ادعاوې رد کړې.

نوموړی د افغانستان له خاورې د ګواښونو په تړاو د امریکا اندېښنې بې‌ځایه بولي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور زیاتوي: «هغه داعش چې ټوله دنیا یې په مقابل کې عاجزه وه، دوی خپله جوړ کړي وو، له دې نه خالي نه‌دي. که په عراق کې و، که په سوریې کې و او نورو ځایونو کې و، دا امریکا په خپله جوړ کړي.»

تر دې مخکې د روان هجري-لمریز کال د زمري میاشتې پر یولسمه د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې امریکايي ځواکونو د یوې بې پیلوټه الوتکې په وسیله په کابل کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه