Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوډان خپلمنځي نښتې؛ ۵۶ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰۰ ټپیان دي

د سوډان د ډاکټرانو مرکزي کمېټه وايي، په‌دې هېواد کې د پوځیانو او چټک ملاتړ ځواکونو تر منځ په نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۶ او د ټپیانو شمېر نږدې ۶۰۰ ته لوړ شوی دی.

د سوډان ولسمشر عبدالفتاح البرهان په مشرۍ د دې هېواد د پوځیانو او د سوډان د مرستيال ولسمشر محمد حمدان دقلو تر قوماندې لاندې د "چټک ملاتړ ځواکونو" تر منځ پراخې نښتې پیل شوې دي.

د سوډان یو وګړې نفیسه سلیمان وايي: «جنرال عبدالفتاح برهان او جنرال محمد حمدان د قدرت، اقتدار او د هېواد د لوټلو لپاره شخړې کوي، خو موږ د خوړو، څښاک، زده‌کړو او روغتیايي خدماتو لپاره مبارزه کوو چې هغوی موږ ته نه‌دي چمتو کړي.»

د چټک ملاتړ ځواکونه ادعا کوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ، د پوځ قومندانۍ، د خرطوم هوايي ډګر او د سوډان پلازمېنه نیولې ده.

د چټک ملاتړ ځواکونو قومندان محمد حمدان دقلو وايي: «زه د کلي او بانډو سړی یم چې د سوډان په یوه ګوټ کې رالوی شوی یم او له هېواده مې له تاوتریخوالي پرته بل څه نه‌دي تر لاسه کړي. موږ د ازادو او عادلانه ټاکنو غوښتونکي یوو او د سوډان خلک باید وتوانېږي، څوک چې غواړي هغه وټاکي.»

د سوډان پخوانی لومړی وزیر عبدالله حمدوک زیاتوي: «جنرال عبدالفاتح برهان او د پوځ مشرانو تر څنګ محمد حمدان دقلو او د  د چټک ملاتړ ځواکونو رهبرانو ته لومړی زما پیغام دی چې نښتې پای‌ته ورسوي، ځکه دا شخړې بریا نه‌لري، په‌دې شخړو کې یوازېني کسان چې ماته خوري، هغه د سوډان خلک او دا هېواد دی.»

دغو شخړو ته ملګرو ملتونو، امریکا، اسلامي امارت او یو شمېر نورو هېوادونو غبرګونونه څرګند کړي.

اسلامي امارت د یوې اعلامیې له لارې په سوډان کې د خپلمنځۍ نښتو په اړه خواشیني څرګنده کړې او د دې هېواد له حکومته یې غوښتنه کړې چې خپلې ستونزې د "سلا مشورو او سیاسي ډیالوګ" له لارې حل کړي.

په‌دې اعلامیه کې چې د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه خپره کړې، راغلي: «موږ د یوه جنګ‌ځپلي هېواد او ملت په توګه دا وایو چې موږ د جګړو اضرار لېدلي او لمس کړي، په جګړو سره ملتونه تباه کېږي، حکومتونه کمزوري کېږي او بهرنیو ناروا مداخلو ته لاره هوارېږي.»

ورته مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش هم پر ټویټر لیکلي چې په سوډان کې د ستونزو د حل لپاره له افریقايي ټولنې او په سیمه کې له یو شمېر رهبرانو سره په اړیکه کې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه