Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هند کې د پارلماني ټاکنو د دویم پړاو ترسره کېدل

په هند کې د پارلماني ټاکنو دویم پړاو، د جمعې په ورځ په سیمه ییز وخت د سهار په ۷ بجو پیل شو.

دغه ټاکنې د یاد هیواد په ۱۳ ایالتونو کې په ۸۹ ټاکنیزو حوزو کې ترسره کیږي.

رایه ورکونکي، عدنان خان  و ویل: (موږ داسې رهبر ته رایه ورکوو چې بې طرفه وي او پر تبعیض باور ونه لري. موږ داسې څوک غواړو چې وکړای شي د خلکو له بنسټیزو حقونو ملاتړ وکړي. موږ هیڅ سیاسي ګوند ته اهمیت نه ورکوو. موږ د دموکراسۍ پیاوړتیا ته رایه ورکوو.)

رایه ورکونکي، ذریتي دوبي و ویل: ( له کوم وخته چې زده کړیال یم، د دندې او زده کړو اړوند مسایلو پر بنسټ مې رایه ورکړې. د روغتونونو اوسني وضعیت ته په پام هم خپل ګوند ټاکم ځکه همدا کمې رایې له موږ سره مرسته کوي څو په مرکز کې خپل اصلي ګوند وټاکو.)

رایه ورکونکې، سونیتا ورما و ویل: (موږ ټول خپلې لومړنۍ اړتیاوې لرو او د خپلو بچیانو د راتلونکي په فکر کې یوو. موږ دغو مواردو ته د دولت له لوري د پاملرنې غوښتونکي یوو.)

په دغو ټاکنو کې د هند لومړی وزیر او د بهاراتیا جاناتا ګوند رهبر نریندرا مودي او د هند د ملي کنګرې ګوند رهبر راهول ګاندي چې د مودي اصلي سیال هم ګڼل کیږي او له لسګونه ګوندونو متشکل ایتلاف رهبري کوي سیالي کوي.

په هند کې د پارلماني ټاکنو دویم پړاو په داسې حال کې ترسره کیږي چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د هند د مسلمانانو په تړاو خپلو وروستیو څرګندونو کې د خپل ګوند د مخالفینو غوسه را پارولې ده.

د هند لومړی وزیر، نریندرا مودي په دې تړاو و ویل: (کله چې د کنګرې ګوند په واک کې وو، ویل یې مسلمانان د ملت پر شتمنۍ لومړی حق لري. دا په دې مانا ده چې هغوی د خلکو شتمني راټولوي او د چا ترمنځ یې ویشی؟ هغو کسانو ته چې ډیر اولادونه لري او د نفوذیانو لپاره.)

په هند کې پارلماني ټاکنې د رایې ورکولو په شرایطو برابرو نږدې یو میلیارد ګډون کوونکو سره، په نړۍ کې تر ټولو سترې ټاکنې بلل شوي او ټاکل شوې د روان زیږدیز کال د جون میاشتې تر لومړیو په اوو پړاونو کې ترسره شي.

د هند د ټاکنو کمیسیون ویلي چې، د دغو ټاکنو پایلې به د روان زیږدیز کال د جون میاشتې په څلورمه نېټه اعلان شي.

شریک یي کړئ