Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حماس له اسراییلو سره د سولې خبرو اترو د دوام په موخه مصر ته پلاوی لیږي

حماس وایي، اسراییلو سره د سولې خبرو اترو د دوام لپاره مصر ته یو پلاوی استوي. 

حماس په یوه خبرپاڼه کې وایي، د دغې ډلې د سیاسي دفتر مشر، اسماعیل هنیه د مصر د استخباراتو له رییس سره په ټلیفوني خبرو کې د اوربند وړاندیز د څېړلو په برخه کې پر مثبتې روحیې ټینګار کړی دی.

په دغه خبرپاڼه کې د پلاوي د سفر د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي. 

په خبرپاڼه کې راغلي: « یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو د بشپړولو په موخه به حماس مرکچي پلاوی مصر ته سفر وکړي.»

هغه وړاندیز چې متحده ایالاتو او مصر حماس ته وړاندېز کړی، درې ۴۰ ورځني - پړاوونه لري چې د یو شمېر اسراییلي بندیانو خوشې کول او شپږ اوونۍ اوربند په کې شامل دي. اسراییل به هم د بندي په بدل کې شل فلسطيني ښځې او ماشومان خوشې کوي. 

ورته مهال، د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د امریکا بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن سره په لیدنه کې ویلي، که د اوربند هوکړه هم وشي، نو په رفح کې به د حماس پر وروستۍ اډې برید وکړي.

تر دې وړاندې هم د حماس او اسراییلو تر منځ د اوربند هوکړې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه