Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له رفح ښاره د ملکیانو ایستلو لپاره د اسراییلو طرحه

ځینې امریکايي چارواکي وایي، اسراییلو د بایډن حکومتي چارواکو ته له احتمالي عملیاتو وړاندې په رفح کې د ملکي وګړو د ایستلو پلان په اړه خبر ورکړی.

دغه چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط، زیاته کړې چې د اسراییلي حکومت دغه پلان رفح  کې د پوځي عملیاتو په اړه د امریکا د حکومت لیدلوری نه دی بدل کړی.

د بایډن حکومت په دې باور دی چې رفح کې د عملیات د ډېرو ملکیانو د وژنې لامل کیږي. 

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د بایډن له خبرداري سره سره په رفح کې د پوځي عملياتو د ترسره کولو ژمنه کړې ده.

د بایډن ادارې ویلي، که اسراییل د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره له معتبر پلان پرته خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، د اسراییلو لپاره به بدې پایلې ولري.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارین جین پییر د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي، د اسراییلو سپینې ماڼۍ ته رفح کې د احتمالي عملیاتو لپاره کوم پلان نه دی وړاندې کړی.

جین پییر په دې اړه زیاته کړې: « موږ غواړو مطمین شو چې دغه خبرې اترې دوام کوي، ځکه د بې ګناه خلکو خوندیتوب مهمه ده.»
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو ادارې هم تېره ورځ اعلان وکړ چې که اسراییل په رفح باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي سګلونه زره خلک به د مرګ له خطر سره مخ شي.

له بې ځایه شویو فلسطینیانو ډک، د رفح سرحدي ښار د بشردوستانه مرستو لپاره یو مهمه ځای دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه