د غزې تړانګې په سوېل کې د رفح پر سرحدي ښار د اسراییلو په بریدونو کې تېره ورځ (چهاشنبه) ۵۴ فلسطینیان وژل شوي او ۹۶ تنه نور ټپیان دي.
د رسمي شمېرو له مخې غزې تړانګه کې د جګړې له پیله تر دې دمه ۳۴ زره او ۸۸۸ تنه وژل شوي او ۷۸ زره او ۲۰۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د غزې تړانګې اوسېدونکې، ام جمال القصیر وویل: « د دوی لپاره الله کافي دی. خدای دې زموږ غچ له اسراییلو واخلي. زموږ مړي په جنت کې دي؛ خو د دوی مړي په دوزخ کې دي. خدای دې موږ د اسراییلو په وړاندې بریالي کړي. خدای دې دوی ته د هغه درد او کړاو خوند ور وڅکي چې موږ د خپلو زامنو لپاره زغملی دی. خدای دې د دوی زړونه پر خپلو دوستانو یې وسوزوي. زموږ لپاره خدای کافي دی. خدای دې دوی داسې ووېشي لکه موږ یې چې ووېشلو.»
ورته مهال یو شمېر ځایه شوي فلسطینیان وايي، دوی خوراکي توکو، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه ته سخته اړتیا لري.
بې ځایه شوي فلسطیني، مازن ګدور وویل: « زموږ کور ضربه لیدلې او ویجاړ شوی دی، زه یوازې نه یم لورګانې او زامن مې هم راسره دي. موږ دغه کور کې شاوخوا اته یا نهه کورنۍ یو. اوس وایي دا ځای تخلیه کړئ، باید چېرته لاړ شو؟»
یو بل بې ځایه شوي فلسطیني، سلیمان ابو کویک هم وویل: « دا څلورم ځل دی چې بې ځایه کیږو، زموږ کورونه ویجاړ شوي دي.»
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن بیا اسراییلو ته د وسلو استولو له ځنډولو خبر ورکړی دی.
لویډ اسټین وویل: « اسراییل باید په رفح کې د جګړې په ډګر کې د ملکیانو له ساتنې پرته لوی برید ونه کړي. لکه څنګه چې موږ وضعیت ارزولی، موږ اسراییلو ته د وسلو د یوې لویې لیږدونې مخه نیولې ده.»
د اسراییلي پوځ ویاند، دانیل هاګاري وویل: « د جګړې له پیله د متحده ایالاتو امنیتي مرستې د اسراییلو د دولت په تاریخ کې بې سارې وې. د دې تر څنګ، له امنیتي مرستې څخه مهمه عملیاتي مرستې دي. د امریکا له مرکزي قومندانۍ سره د اسراییلي پوځ همکاري په عملیاتي کچه بې ساري ده.»
حماس بیا په وروستي ځل اعلان وکړ چې د رفح په ختیځ کې به د اسراییلو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي او د اوربند تر ټینګښت او له غزې تړانګې د اسراییلو تر وتلو به اسرییلي یرغمل شوي خوشې نه شي.