Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هند د پارلماني ټاکنو څلورم پړاو د خلکو په پراخ ګډون سره پیل شو

په هند کې د پارلماني ټاکنو څلورم پړاو نن سهار (دوشنبه د ثور ۲۴مه) په ځايي وخت اوه بجې پیل شو.

د هند د پارلماني ټاکنو دغه پړاو په ۱۰ ایالتونو کې او د دغه هېواد د استازو د جرګې د ۹۶ غړو د ټاکلو لپاره ترسره شو.

رای ورکوونکي محمد ایوب دار وویل: "ما ځکه رای ورکړه چې دا به زموږ د پرمختګ لامل شي. د برېښنا، ګاز، روزګار او بېکارۍ مسألې یوازې د رایې ورکولو له لارې حل کېدای شي. رای زموږ حق دی او باید ضایع یې نه کړو. زه له خپلو هېوادوالو غواړم چې راشئ او رای ورکړئ. رای زموږ ځواک دی."

یوه بل رای ورکوونکي وېنود کومار بنسي وویل، "موږ له حکومته هیڅ نه اخلو. زه لاهم کار کوم، خو موږ هیڅ شی نه ترلاسه کوو. موږ خواړه لکه غلې، وريجې او نور څه نه ترلاسه کوو."

رای ورکوونکي وجي و ویل، "پوهنه پرمختګ ته اړتیا لري. کارګران خپل معاش نه ترلاسه کوي. دوی د ورځني مزدورۍ لپاره دلته او هلته ګرځي."

رای ورکوونکي ایوانا نندي و ویل، "هر وګړی باید رای ورکړي ځکه چې دا د دوی حق دی او که څوک غواړي چې هند نور پرمختګ وکړي، باید رای ورکړي."

په دغو ټاکنو کې د هند لومړی وزیر او د خلکو د ګوند مشر نریندرا مودي او د هند د ملي کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي چې د مودي اصلي سیال بلل کېږي او د لسګونو ګوندونو د ایتلاف مشري کوي، سیالي کوي.

ورته وخت کې د مودي مخالفین وايي، د واکمن ګوند د مخالفو ګوندونو د غړو د نیول کېدو له امله دغه ټاکنې ازادې او عادلانه نه دي.

د هند د ملي کنفرانس مشر فاروق عبدالله و ویل: که د بهارتیا جنتا ګوند و وایي چې په دې ایالت کې فساد، تاوتریخوالی او بندیز نشته. زه غواړم پوښتنه وکړم چې په تېرو دوو ورځو کې زموږ د ګوند کارکوونکي ولې نیول شوي دي؟ له یوې خوا دوی وايي چې ټاکنې ازادې او عادلانه دي، نو زه غواړم چې د کورنیو چارو له وزیر او لومړي وزیره وپوښتم چې زموږ د ګوند کارکونکي ولې نیول شوي؟

په هند کې پارلماني ټاکنې چې شاوخوا پر شرایطو برابر یو میلیارد د رای ورکوونکي پکې رای ورکوي، د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې بلل شوي او په اوو پړاوونو کې ترسره شوي دي.

د هند د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی چې د دغو ټاکنو پایلې به د روان کال د جون په څلورمه اعلان شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه