Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ابراهیم رییسي د لېږد چورلکې د ارسباران په ځنګلونو کې بیړنۍ ناسته کړې

د ایران د ولسمشر د ابراهیم رییسي د لېږد چورلکې د بیړنۍ ناستې کره ځای مشخص شو.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه د ارسباران په ځنګلونو کې د اوزي کلي په شاوخوا کې رامنځته شوې او مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته استول شوې دي.

د دغه راپور پربنسټ، د پېښې ځای لارې خرابې دي له همدې امله مرستندوی ځواکونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم د تسنیم خبري اژانس ته تایید کړې چې د ابراهیم رییسي د لېږد چورلکې د هوا د خرابوالي له امله په ختیځ اذربایجان ولایت کې بیړنۍ ناسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې مرستندویه ځواکونه تراوسه د پېښې سیمې ته نه‌دي رسېدلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي:«د ولسمشر له حضور سره، د خدا افرین او د قیز قعله سي بندونو له پرانیستو وروسته، ولسمشر او د هغه ملتیا کوونکي له څو چورلکو سره د راستنېدو په حال کې وو، یوه چورلکه د هوا د خرابوالي له امله په سیمه کې بیړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.»

ایراني چارواکو ویلي چې له تبریز ښاره اته بیړني امبولانسونو هم د سیمې په لور حرکت کړی دی.

ښاغلی وحیدي زیاتوي:«اوس بېلابېلې مرستندویه او ژغورونکې ډلې له نورو لارو د سیمې په لور حرکت کوي؛ خو د هوا خرابوالي ته په پام سره، د چورلکې ځای ته رسېدل به وخت ونیسي. هر څه تر کنټرول لاندې دي او د ژغورنې ډلې د خپل کار پر ترسراوي بوختې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ابراهیم رییسي ختیځ اذربایجان ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر الهام علي‌اف سره کتلي او د قیرقلعه‌سي د اوبو بند چې د دواړو هېوادونو په همکارۍ د ارس پر سرحدي سیند جوړ شوی پرانیست.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه