د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې پر رفح ښار د اسراییل په بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي دي.
د رویټزر خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونه تنه پټيان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره ویلي چې ډېری وژل شوي ماشومانو او ښځې دي او دغه برید د رفح په لوېدیځ تل السلطان په سیمه کې شوی دی.
د اسراییل پوځ ویلي چې د دغه پوځ هوايي ځواکونو په رفح کې د حماس پر ځای برید کړی او دغه برید د «کره معلوماتو» پر بنسټ شوی دی.
د اسراییل د پوځ پر وینا، په دغو بریدونو کې، په باختري تړانګه کې د حماس د پوځ لوی درستیز او د حماس یو بل جګپوړی چارواکی وژل شوي دي.
د یکشنبې په ورځ د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د رفح له لوري پر تل اویو اته دانې توغوندي توغول شوي دي چې ځينې دغه توغندي شنډ کړل شوي دي.
له دې سره هممهاله د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې په ورځ د خپلې کابینې له جنګي چارواکو سره غونډه وکړه چې په رفح کې د عملیاتو د دوام په هکله خبرې اترې وکړي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې تراوسه ۳۶زره فلسطینیانو د اسراییل په بریدونو کې ژوند بایللی دی.
پر رفح د اسراییل بریدونه په داسې حال کې دوام مومي چې، د عدالت نړۍوالې محکمې دوه ورځې مخکې حکم کړی و چې په بیړنۍ توګه پر دغه ښار بریدونه ودروي.
په دې اړه مو اندونه