د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګښت لپاره فلسطین په رسمیت وپېژني.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، د ټولو هیوادونو له لوري د فلسطین په رسمیت پیژندلو غږ وروسته له هغې پورته کیږي چې څه کم اونۍ مخکې، د هسپانیا، ایرلنډ او ناروې له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې اعلان وشو.
دغو کارپوهانو په فلسطین کې د بشری حقونو وضعیت ته غبرګون او په دې برخه کې او د خپلواکۍ لپاره د فلسطنیانو مبارزه یوه بیلګه وبلله.
دغو کارپوهانو پخپله غوښتنه کې زیاته کړې چې «دا په فلسطین او ټول منځني ختیځ کې د پایېدونکې سولې لپاره چې په غزه کې د سمدستي اوربند په اعلانولو او پر رفح نور پوځي یرغل پیل نه شي، یو شرط دی».
د کارپوهانو په اند، د دوو دولتونو (فلسطین او اسراییلو) جوړول د سولې او امنیت لپاره یوازینۍ منل شوې لاره ده چې د فلسطینیانو او اسراییلو دواړو لپاره له کرکې او تاوتریخوالي له دورې د راتلو وسیله هم ده.