Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو پرېکړې ته د اسراییل غبرګون

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوټریش د اسراییلي پوځ نوم د سرغړوونکو په هغه نړۍوال نوملړ کې شامل کړ چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی کوي. 

ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي، ګیلاد ارډن بیا دغه پرېکړه غندلې او په خبره یې، دا یوه "شرموونکې" پرېکړه ده.

دغه نړۍوال نوملړ د ماشومانو او وسله والو جګړو په اړه په یوه راپور کې څرګند شوی او ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شي. 

د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، حماس او د فلسطین د اسلامي جهاد ډله به هم دغه نوملړ ته ور زیات شي. 

د ارسراییل بهرنیو چارو وزیر،  اسراییل کاټز ویلي دغه امر به "د اسراییلو او ملګرو ملتونو پر اړیکو اغېزې وکړي."

د فلسطین د دولت رییس، محمود عباس هم وویل: « د ملګرو ملتونو پرېکړه د اسراییلو له لوري جنایتونو د ځواب په برخه کې ښه پرېکړه ده او اسراییل باید ډېر وخت وړاندې دغه نوملړ کې شامل شوي و.»

ملګرو ملتونو د غزې د روغتیا وزارت له لوري د جسدونو د ورکړل شویو شمېر پر بنسټ، چې دغه سازمان یې باوري ګڼي، ویلي و چې غزه کې د اتو میاشتو جګړې راهیسې ۷زره او ۷۹۷ ماشومان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه