Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جاپان او سویلي کوریا سره د امریکا ګډې پوځي همکارۍ

د سویلي کوریا سمندري ځواکونو اعلان کړی چې د "ټیورډور روزویلټ" په نوم یې د امریکا یوه اټومي الوتکه وړونکې بېړۍ تېره ورځ (شنبه د چنګاښ دویمه) د سویلي کوریا او جاپان سره په ګډو پوځي تمریناتو کې د ګډون په موخه د د دغه هېواد بوسان بندر ته رسېدلې ده. 

د "ازادۍ څنډې" په نوم دغه تمرینونه، د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو او د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ پر وړاندې د متحدو ځواکونو د همکارۍ او چمتووالي د پیاوړتیا په موخه ترسره کیږي.

د دغو عملیاتو قومندان، ریار اډمایرل کریسټوفر الکسانډر یوه خبري غونډه کې د یادو تمریناتو پر اهمیت ټنیګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه تمرینات د سمندري ځواکونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او هر ناورین ته د ځواب ویلو لپاره مهم دي. 

د سویلي کوریا، جاپان او امریکا دغه ګډ پوځي تمرینات داسې مهال رامنځته کیږي چې روانه اونۍ د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین تر ۲۴ کلونو وروسته شمالي کوریا ته په سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر، کیم جینګ اونګ سره پوځي هوکړې لاسلیک کړې. 

د روسیې او شمالي کوریا دغه تازه هوکړې اسیا کې په دې وروستیو کې د روسیې مهم ګام بلل کیږي. 

د امریکا، جاپان او سویلي کوریا دغه پوځي تمرینونه هم د اسیا او ارام سمندرګي سیمې د ثبات لپاره د همکاریو د پیاوړتیا ښکارندویي کوي.

شریک یي کړئ