Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزه کې د اوبو کمښت او د فلسطینیانو ستونزمن ژوند

دغزې تړانګې سویل ته په خان یونس ښار کې یو شمېر فلسطینیان وایي، د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او په خبره یې، د اوبو ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار کوي. 

دوی وایي، د ماشومانو د تغذیې لپاره یې بشري مرستو ته اړتیا لري. 

فلسطیني بې ځایه شوی، صلاح ابوحاجب و ویل: « موږ بد احساس لرو، ځکه خواړه نشو پیداکولای، که خواړه پیداکړو نو ډېر په سختۍ یې پیداکیږي. موږ د ټولنې پخلنځي له خوړو ماشومانو ته خواړه ورکووو او وضعیت ډېر سخت دی.»

یو بل فلسطیني بې ځایه شوي، عنایت ابوحمید هم و ویل: « له رفح خان یونس کې یو ښوونځي ته بې ځایه شوی یم او دا ځای اصلاً د ژوند لپاره مناسب نه دی. د اوبو تامینولو لپاره زیار باسو، څلور، پنځه یا شبږ ساعته صبر کوو څو اوبه ترلاسه کړو او بیا یې کور ته یوسو. موږ اوبه د څښاک لپاره ساتو. د مینځلو پاکولو لپاره د حمام له ناپاکو اوبو کار اخلو.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ویاند وايي، دوی غزې تړانګه کې فلسطیني وګړو ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې د وضعیت ارزونه کوي او هڅه کوي چې د دغه سازمان د کارکوونکو او د فلسطیني وګړو خوندیتوب ته په پام سره د مرستو رسولو ته دوام ورکړي.

د ملګر ملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک و ویل: « موږ هره ورځ وضعیت ارزوو او ګورو  چې څنګه کولای شو په ارامه فکر عمل وکړو، هم د خپلو کارکوونکو او تر ټولو مهم د هغو لپاره چې مرستې ترلاسه کوي، موږ په فرصت طلبانه توګه مرستو رسولو ته دوام ورکوو، هره ورځ هڅه کوو چې ډېر کارونه ترسره کړو.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش تېره اوونۍ ویلي و چې د قحطۍ په رانژدې کېدو سره غزې تړانګه کې بشپړه بې قانونۍ د دغه سازمان د مرستو رسولو مخه نیولې ده.

شریک یي کړئ