Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په غزه کې د جګړې دوام او د بشري ناورین د زیاتوالي په اړه اندېښنې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې سیګرید کاګ وايي، د غزې په تړانګه کې جګړې د بشري ناورین یوه څپه رامنځته کړې ده.

اغلې کاګ د خان یونس او ​​رفح سیمو له ځینو برخو د خلکو د ایستلو لپاره د اسراییل د وروستي حکم په اړه اندېښنه ښودلې او دا یې د فلسطینیانو د دردونو او کړاوونو د زیاتوالي لامل بللی دی.

د غزې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي وویل: "جګړې نه یوازې ژور بشري ناورین رامنځته کړی، بلکې د بشري بدبختۍ یو بد بوی یې هم رامنځته کړی دی. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، د عامې روغتیا سیسټم سقوط کړی، ښوونځي ویجاړ شوي او د پوهنې سیسټم هم ګډوډ شوی، او دا راتلونکي نسلونه ګواښي."

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر هم د غزې تړانګې وضعیت کړکېچن بللی او ویلي یې دي چې د شخړو د پای ته رسولو طریقه اغېزناکه نه ده.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کانګ وویل: "د شخړو د مخنیوي میکانیزمونه بې اغیزې شوي او بشردوستانه کارکونکي ان د اړینو ارتباطي وسایلو لکه راډیوګانو له وړلو منع شوي دي. بشردوستانه مسایل نه شي سیاسي کېدی او د انسان لخوا رامنځته شوی بشري ناورین د منلو وړ نه دی."

امریکا له اسراييل غوښتي چې په غزه کې د فلسطینی ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ژمنې وکړي او یوه هر اړخیز اوربند ته د رسېدو لپاره یې د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې مرستیالې سټیفني سلیوان وویل: "د دې لپاره چې بشري سازمانونه په خوندي توګه د ژغورنې کار ته دوام ورکړي، د اسراییلو پوځ باید په غزه کې د بشردوستانه خوندیتوب او د ټولیز امنیتي چاپیریال د ښه کولو لپاره ځانګړي ژمنې پلي کړي."

په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا سفیرې باربرا ووډوارډ وویل: "په جګړه کې خبرې اترې چې د یوه تلپاتې اوربند لامل شي، د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او د بشري مرستو د زیاتوالي د احتمال لپاره د پرمخ تللو تر ټولو ښه لار ده. اوس د میز پر سر یوه هوکړه ده چې د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره د دې شورا له لوري تصویب شوې ده."

خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر پر امریکا په غزه کې د ناوړه وضعیت پړه اچوي او زیاتوي چې امریکا له ۹ میاشتو راهیسې د اسراییل په پراخ ملاتړ سره د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د مرستو رسول ناشوني کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا وویل: "د هغه راپور پر بنسټ چې نن وړاندې شو، دا په بشپړه توګه روښانه ده چې د اسرايیل د پوځي عملیاتو په شالید کې، چې له شاوخوا ۹ میاشتو راهیسې روان دي او د واشنګټن بشپړ ملاتړ لري، د غزې خلکو ته د اړینو، باثباته او کافي مرستو چمتو کول په ساده ډول ناممکن دي."

دا په داسې حال کې ده چې اسراييل په دې وروستیو کې پر غزې د خپلو بریدونو نوی پړاو پیل کړی او د خان یونس اوسېدونکو ته یې د خپلو کورونو د پرېښودو امر کړی دی.

اسراييل په دې وروستیو کې پر غزې د خپلو بریدونو نوی پړاو پیل کړی او د خان یونس اوسېدونکو ته یې د خپلو کورونو د پرېښودو امر کړی دی.

شریک یي کړئ