د حماس دوو چارواکو نن (یکشنبې) اعلان کړی چې، د غزې په تړانګه کې د اوربند د وړاندیز په تړاو د اسراییل د ځواب په تمه دي. دغه وړاندیز د امریکا لخوا په غزه کې د ۹ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره مطرح شوی دی.
د حماس یوه له د دغو دوو چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، هغوی خپل ځواب منځګړو ته سپارلی او د اسراییل د ځواب اورېدو ته په تمه دي.
د حماس دغه چارواکی چې نهغواړي نوم یې په ډاګه شي وايي:«موږ خپل ځواب منځګړو ته وړاندې کړی او د ښکیلاکګرو د ځواب په تمه یو.»
دغه درې پړاویزه طرحه د مۍ میاشتې په پای کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا وړاندیز شوه چې، د قطري او مصري منځګړو له لوري له دواړو لورو سره شریکه شوه.
د دغې طرحې موخه، د جګړې پای ته رسول او د هغو ۱۲۰ اسراییلي یرغمل شویو ازادي ده چې، له حماس سره په بند کې دي.