د ډونالډ ټرمپ جمهوري غوښتونکي ګوند نوموړی دغه هېواد کې د نومبر ۵مې ټاکنو لپاره نوماند کړ.
د امریکا پخوانی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ به راتلونکو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند له نوماند، جوبایډن سره د سیالۍ په موخه پنجشنبه (جولای ۱۸مه) په رسمي ډول خپله نوماندي ومني.
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو جمهوري غوښتونکي نوماند د خپلې راتلونکې ولسمشریزې دورې لپاره جی ډي وېنس خپل مرستیال اعلان کړ.
جی ډي وېنس تر دې مخکې د اوهایو ایالت سناتور و او اوس به په کمپایني بهیر کې له ټرمپ سره ګډون وکړي.
ډونالډ ټرمپ داسې مهال ټاکنو ته نوماند کیږي چې وړمه ورځ (یکشنبه) د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال پرې پرله پسې اووه ډزې وشوې چې د ټرمپ په خبره، مرمۍ یې د ښي غوږ په پورتنۍ برخه حس کړه.
د امریکا ولسمشر، جو بایډن چې ټرمپ د امریکا ډیموکراسۍ لپاره ګواښ بولي، دغه برید غندلی او پر خلکو یې غږ کړی څو د مخالفتونو لمنځه وړلو په موخه تاوتریخوالی پرېږدي او پر ټاکنو تمرکز وکړي.
جو بایډن تېره ورځ (دوشنبه) له ان بي سي نیوز سره خبرو کې پر ډونالډ ټرمپ د نیوکې کولو په اړه په خپلو خبرو پښېماني ښودلې خو په خبره یې، ټرمپ په خبرو کې تنده ژبه کاروي.
پنسلوانیا کې د امریکا پر پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ برید چې د بریدګر په ګډون د نوموړي یو ملاتړی و وژل شو، دغه هېواد کې ګڼې امنیتي اندېښنې راپارولې دي.