Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۲۰۲۵ کال کې اوکراین سره د جرمني مرستو احتمالي کمښت

سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ د احتمالي راګرځېدو او له کیېفه د واشنګټن د ملاتړ د کمېدو په اړه اندېښنو سره سره، جرمني په پام کې لري چې راتلونکي زېږیز کال کې اوکراین ته پوځې مرستې تر نیمایي راکمې کړي. 

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د جرمني د ۲۰۲۵ زېږیز کال د بودیجې مصوبه ښیي چې اوکراین سره د جرمني مرستې د ۲۰۲۴ کال له ۸ میلیارده یورو ۲۰۲۵ کې ۴ میلیارده یورو ته راکمه شي. 

راپور کې راغلي، جرمني هیله من دی چې اوکراین به خپلې پوځي اړتیاوې د جي ۷ هېوادونو له لوري د تایید شوې ۵۰ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ څخه د پور په بڼه پوره کړي. 

د جرمني د مالیې وزیر، کریسټین لینډنر په یوه خبري غونډه کې ویلي: « راتلونکي کې د اوکراین مالي تامین د جي ۷ د پورونو او اروپایي ملاتړ له لارې تضمین شوی دی.»
  
د جرمني پوځي زېرمې د ناکافي پانګونې او اوکراین ته د وسلو لېږد له امله کمې شوې دي. 
 
شنونکي وایي، د اروپایي ټولنې مشرانو بیا تر یوه بریده پر دې هوکړه کړې چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په صورت کې د اوکراین له مالي ملاتړه ډاډمن ترلاسه کړي. 

دغه اندېښنې وروسته تر هغې رابرسېره کيږي چې ډونالډ ټرمپ د اوهایو ایالت پخوانی سناتور، جی ډي وانس خپل مرستیال وټاکه. 

جی ډي وانس چې اوکراین سره د مرستو مخالف دی ویلي، اروپا باید د دفاع لپاره پر امریکا ډېره متکي نه اوسي.

شریک یي کړئ